د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د مالیزیا د لومړي وزیر له استازي سره په کتنه کې د مالیزیا له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
کابل په افغانستان کې د مالیزیا د پانګونې هرکلی کوي
5 ثور 1403 ساعت 14:09
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د مالیزیا د لومړي وزیر له استازي سره په کتنه کې د مالیزیا له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتی دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزی په افغانستان کې د مالیزیا د لومړی وزیر له استازې مېرمن شازلینا بنت زین العابدین سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سوداګرۍ د توازن، د غالۍ، پنبې او کانونو په ګډون د افغاني محصولاتو لپاره د بازار پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار وکړ. نوموړي له مالیزیا له پانګوالو هم وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د مطلب کود: 289311