د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د عینک د مسو کان د پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو د دغې پروژې لپاره د اړتیا وړ ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د برابرولو په اړه د دغه وزارت له سرپرست سره خبرې کړې دي.
د "مس عینک" و پروژې ته د برښنا رسولو په اړه د قراردادي شرکت له مسوولینو سره د کانونو د وزیر لیدنه
4 ثور 1403 ساعت 14:31
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د عینک د مسو کان د پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو د دغې پروژې لپاره د اړتیا وړ ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د برابرولو په اړه د دغه وزارت له سرپرست سره خبرې کړې دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د قراردادي شرکت له مسوولینو سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د دغې پروژې لپاره د اړتیا وړ ۴۰۰ میګاواټه برېښنا پر رسولو خبرې وشوې.
وزارت زیاتوي، په دې ناسته کې د دغه قراردادي شرکت مسوولینو د عینک د مسو پروژې د وروستیو پرمختګونو، کاري پلانونو او د عملي کار د پیل او د دغې پروژې د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.
د مطلب کود: 289250