کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکل شوې نن د افغانستان او بحرین د فوټسال ملي لوبډلې ترمنځ مهمه لوبه ترسره شي

3 ثور 1403 ساعت 14:36

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د اسیا د ملتونو جام د ګروپ پړاو په خپله وروستۍ لوبه کې د کابل پر وخت ۶:۳۰ د بحرین د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.


آوا: د مخکینیو خپرو شویو وختونو پر بنسټ، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به نن دوشنبه، پنجشنبه، ۳:۳۰ دقیقې د بحرین له لوبډلې سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې د ایران او کویت له ټیمونو سره یوه ماتې او یوه مساوي کړې وه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال اسیایي جام د فوټسال سیالیو بل پړاو ته د رسېدو لپاره اړتیا لري چې د بحرین لوبډلې ته په لوړ نمرو ماتې ورکړي او له بلې خوا د کویټ ملي لوبډله د ایران په وړاندې ماتې ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا هېوادونو د فوټسال سيالۍ د تايلند په کوربه توب ترسره کېږي.


د مطلب کود: 289193

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289193/ټاکل-شوې-نن-د-افغانستان-او-بحرین-فوټسال-ملي-لوبډلې-ترمنځ-مهمه-لوبه-ترسره-شي

آوا
  https://www.avapress.com