د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ښاري کلتور په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په هدف د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکوي او وايي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ښاري کلتور ته وده ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت هلې ځلې کوي چې په کابل کې ښاري کلتور ته وده ورکړي
3 ثور 1403 ساعت 13:10
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ښاري کلتور په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په هدف د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکوي او وايي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ښاري کلتور ته وده ورکوي.
آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښاري کلتور په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه غونډه د دغه وزارت د سرپرست مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار د ترافيکي نظم او پاکوالي د ټينګښت او د ښاري کلتور د دودولو په برخه کې دې مهم پيغامونه د غږيزو، چاپي او ويډيويي او انځوريزو پارچو او اعلاناتو په بڼه ثبت شي.
د مطلب کود: 289180