کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګه پرانیستل شوه

3 ثور 1403 ساعت 13:09

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څانګه د روغتیا د نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې روغتون لپاره به د ورځې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د تولید په ظرفیت سره د بشپړ اکسیجن د برابرولو ترڅنګ نورو روغتونونو ته هم د اړتیا وړ اکسيجن برابر کړي.


د مطلب کود: 289179

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289179/د-کابل-ماشومانو-درملنې-په-روغتون-کې-اکسیجن-تولید-څانګه-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com