په افغانستان کې د اذربایجان سفیر د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال وویل، هېواد یې هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره په دوامداره توګه همکاري وکړي.
اذربایجان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د دوامداره همکاریو غوښتونکی دی
3 ثور 1403 ساعت 10:29
په افغانستان کې د اذربایجان سفیر د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال وویل، هېواد یې هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره په دوامداره توګه همکاري وکړي.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو، د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، په روغتیايي برخه کې د اذربایجان د رول او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د اذربایجان سفیر په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې په دوامداره توګه مرسته او همکاري وکړي.
د مطلب کود: 289157