کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د ترافيکي پېښو زیاتوالي

2 ثور 1403 ساعت 15:08

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو په ترڅ کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.


آوا: دغه پېښې د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د موټرونو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار پژواک ته وويل چې په دې پېښو کې ٢٢ کسان وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.

دغه راز د دغو ترافيکي پيښو په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ګړندیتوب، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د دې ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.


د مطلب کود: 289132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289132/په-بدخشان-کې-د-ترافيکي-پېښو-زیاتوالي

آوا
  https://www.avapress.com