کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور ولایت ته د ۱۱ ایټالوي سیلانیانو سفر

2 ثور 1403 ساعت 13:05

په غور ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي د تاریخي اثارو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته د ۱۱ ایټالوي سیلانیانو د سفر خبر ورکوي.


آوا - کابل: د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، ۱۱ ایټالوي سیلانیان دغه ولایت ته د تاریخي او ښکلو ځایونو او په ځانګړې توګه د جام د لرغونې منار د لیدو په موخه سفر کړی دی.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې یوازې د ۱۴۰۳ کال په لومړۍ میاشت کې شاوخوا ۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوى دى.


د مطلب کود: 289117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289117/غور-ولایت-ته-د-۱۱-ایټالوي-سیلانیانو-سفر

آوا
  https://www.avapress.com