کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم کم شوي

2 ثور 1403 ساعت 10:20

د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له پلاوي سره په خبرو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سوداګرۍ په حجم کې د پام وړ کموالی اعلان کړ.


آوا - کابل: د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس کاشف انور د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له پلاوي سره د دغه خونې د رئیس خان جان الکوزي په مشرۍ غونډه وکړه.

د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر وايي، اسلام آباد او افغانستان باید د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ او کوټلي ګامونه پورته کړي.

د انور په خبره، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۵۲۲ میلیونه ډالره دی.

د لاهور د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مشر يادونه وکړه: "که د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي لارې جوړې شي، د سوداګرۍ حجم څو برابره زياتېدای شي."

هغه زياته کړه، چې له لاهور څخه افغانستان ته د غاليو، وريجو او موټر پرزو د صادراتو د زياتوالي زمينه شته.

خان جان الکوزي هم په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو سوداګر اړ دي چې سوداګریزې تبادلې تر بل هر وخت زیاتې کړي.

الکوزي وويل، چې اوس مهال پنځه ميليونه ټنه تازه مېوه له پاکستان څخه د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته صادرېږي.

د دغه رپوټ له مخې د پاکستان د حکومت او د اسلامي امارت ترمېنځ سياسي بې ثباتي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمېنځ د تجارت د کمېدو سبب شوې ده.

د يادونې وړ ده چې په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان د حکومت او د اسلامي امارت د سختو سياستونو له امله د افغان او پاکستاني سوداګرو تر منځ د مالونو سوداګري د پام وړ کمه شوې ده.


د مطلب کود: 289104

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289104/د-افغانستان-او-پاکستان-ترمنځ-سوداګرۍ-حجم-کم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com