کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس ولایت کې تېر کال ۸۷ زره ۶۵۳ کاغذي او الکترونیکي تذکرې وېشل شوې

2 ثور 1403 ساعت 9:47

د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي، تېر کال په دغه ولایت کې ۸۷۶۵۳ کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.


آوا - هرات: د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې دې ریاست په تېر یوه کال کې ۸۷۶۵۳ کاغذي او الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.

د چارواکو په وینا، په تېر یوه کال کې دې ادارې د پېژندپاڼو پر وېش سربېره ۴۶۳۶ د زېږېدنې کارتونه، ۶۱۷ د مړینې کالي او ۲۹۷ د ودونو ثبتونه هم وېشلي دي.

له بلې خوا د بغلان د پاسپورټ رييس مولوي عنايت الله فاروقي وايي، چې د تېر کال په اوږدو کې دې رياست ۲۱ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشلي او له دې وېش څخه يې ١٣٢ ميليونه افغانۍ راټولې کړې او د دولت خزانې ته يې سپارلې دي.


د مطلب کود: 289095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289095/په-بادغیس-ولایت-کې-تېر-کال-۸۷-زره-۶۵۳-کاغذي-او-الکترونیکي-تذکرې-وېشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com