کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: تېر کال مو په افغانستان کې ۴۷۰ کیلومتره د اوبو کانالونه جوړ کړل

30 حمل 1403 ساعت 10:01

ملګري ملتونه وايي، په تېر کال کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو ټولنو په همکارۍ د اوبو ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړ کړي دي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې تېر کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو ټولنو په همکارۍ نږدې ۴۷۰ کیلومتره د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۷) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې کروندګر د اوبو له لاسرسي پرته ژوند ته دوام نه شي ورکولی.
 
دوی زیاتوي، چې د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، ترڅو خپلو کورنیو ته خواړه ورکړي او اضافي محصولات وپلوري.
 
له څو کلونو پرله پسې وچکالۍ وروسته په افغانستان کې وروستیو اورښتونو کروندګر هیله من کړي چې راتلونکی کال به ښه حاصلات واخلي.


د مطلب کود: 288934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288934/ملګري-ملتونه-تېر-کال-مو-په-افغانستان-کې-۴۷۰-کیلومتره-د-اوبو-کانالونه-جوړ-کړل

آوا
  https://www.avapress.com