کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۳۶ تنه مړه او ټپیان شوي دي

30 حمل 1403 ساعت 9:48

رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان سند ایالت کې پر یوه لویه لار د ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.


آوا: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې درې مسافر وړونکي بسونه، د تیلو یو ټانکر او یوې لارۍ سره ټکر وکړ.

د دغو راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې د اوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او د دې پېښې د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته.


د مطلب کود: 288929

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288929/په-پاکستان-کې-د-یوې-ترافیکي-پېښې-پایله-۳۶-تنه-مړه-او-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com