د کنړ ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۴۰۲ کال راهیسې د ۶۸۶۰۷ الکترونیکي او کاغذي تذکرو د وېش اعلان کړی دی.
په کونړ ولایت کې د تېر کال په اوږدو کې د ۶۸ زره برېښنايي او کاغذي تذکري وېشل شوي دي
29 حمل 1403 ساعت 13:28
د کنړ ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۴۰۲ کال راهیسې د ۶۸۶۰۷ الکترونیکي او کاغذي تذکرو د وېش اعلان کړی دی.
آوا - کابل: د کنړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې په ۱۴۰۲ کال کې ۶۸۶۰۷ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشل شوي دي.
د چارواکو په وینا، دې ادارې په تېر هجري لمریز کال کې هم ۱۹۲ د زوکړې کارتونه او ۱۳۶۰ د مړنې سندونه وېشلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ارزګان ولایت د پاسپورت مدیریت په تېر لمریز کال کې ۱۱۵۰۴ پاسپورټونه وېشلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه شمېر پاسپورټونو په وېش سره شاوخوا ۶۰ میلیونه او ۱۵۷ زره افغانۍ راټولې شوې دي.
د مطلب کود: 288895