کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستانه ۵۳ افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي

29 حمل 1403 ساعت 9:30

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په یوه ورځ کې ۵۳ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه کډوال د دوشنبې په ورځ د حمل په ۲۷ مه د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شول.

د کډوالو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (حمل ۲۸) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په دغو مهاجرینو کې ۱۰ کورنۍ هم شاملې دي چې له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، له پېژندلو وروسته، شړل شوي کډوال د مرستې ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.


د مطلب کود: 288868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288868/تېره-ورځ-له-پاکستانه-۵۳-افغان-کډوال-په-زوره-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com