کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټسال ملي لوبډله به ټایلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته له سعودي عربستان سره مخامخ شي

18 حمل 1403 ساعت 10:27

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د تایلنډ په بنکاک ښار کې له سعودي عربستان سره دوستانه لوبه کوي.


آوا: د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، له دې سیالیو څخه یې موخه د اسیا د فوټسال د ملتونو جام سیالیو ته چمتووالی دی.
 
د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي جام د سياليو کوربه تايلند او د اسيا د براعظمګي دريم ټيم ته د ۵-۳ په توپير ماتې ورکړه.
 
تر دې مخکې افغانستان له میانمار سره دوه دوستانه لوبې کړې وې چې یوه یې ګټلي او بله یې بایللې وه.
 
د اسيا د فوټسال د ملتونو جام سيالۍ به د اپرېل په اوولسمه نېټه د تايلند په کوربه توب پيل شي، چې د اسيا د فوټسال شپاړس غوره ټيمونه به پکې ګډون وکړي.
 
افغانستان د دې سیالیو په څلورم ګروپ کې له ایران، کویټ او بحرین سره ځای لري.


د مطلب کود: 288369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288369/د-فوټسال-ملي-لوبډله-ټایلنډ-ته-له-ماتې-ورکولو-وروسته-سعودي-عربستان-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com