کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو برید؛ لږ تر لږه ۹ تنه شهیدان شول

9 حمل 1403 ساعت 12:48

د لبنان په جنوب کښې په سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې لږ تر لږه ۹ تنه شهیدان او شپږ نور ژوبل شول.


آوا: د فلسطین د «ساما» خبري آژانس د خبر له مخې، د صهیونیسټي رژیم د جنګیالیو په دغه برید د لبنان په جنوبي ښار النقورة کې پر یوه رستورانت لګیدلي، چې له امله یې ۹ تنه لبنانیان شهیدان او ۶ تنه ټپیان شوي دي. 
 
المیادین همداراز راپور ورکړی چې په دغه برید کې د صهیونیسټانو له خوا د قهوې یو دوکان په نښه شوی چې د یونیفیل مرکز ته څیرمه موقعیت لری.
 
د دغه خبري چینل د خبر له مخې د «تیر حرفا» کلی هم په نښه شوی دی.
 
رویټرز خبري اژانس د "امنیتي سرچینو" په حواله چې د نوم نه ښودلو په حال کې دي، راپور ورکړی چې د دغو دوو بریدونو په ترڅ کې د حزب الله د مقاومت د ځواکونو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان هم شهیدان شوي دي.
 
د اسرائیلو پوځی راډیو ادعا کړې، چې دغه بریدونه د اشغال شویو سیمو په کریت شمون ښار باندې د حزب الله د توغندیز برید په غچ کې ترسره شوی دی.
 
د لبنان امل غورځنګ د لبنان په جنوب کښې د النقره په ښار کښې د اسرائیلو په یوه هوایی حمله کښې د خپل یو تنظیمی چارواکی او د بیړنیو مرستو د یوه کارکونکی وژل کیدل تائید کړل.
 
دا لومړی ځل نه دی چې صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب او د غزې په تړانګې کښې د خپلو ځواکونو د درندو تاوانونو په غچ کښې د استوګنې په سیمو بمباری کوی .
 
د چهارشنبې په سهار د لبنان په جنوب کښې په یو طبی او امدادی مرکز د صهیونیسټ رژیم په هوایی حملې کښې لږ تر لږه اوه کسان شهیدان شول.


د مطلب کود: 288009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288009/د-لبنان-پر-جنوبي-سیمو-اسرائیلو-برید-لږ-تر-لږه-۹-تنه-شهیدان-شول

آوا
  https://www.avapress.com