د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یونیسف ادارې په همکارۍ له شپږ میاشتنۍ تخنیکي او مسلکي روزنیزې دورې وروسته ۲۰۵ تنکیو ځوانانو ته د ۳۰ زره افغانیو په ارزښت کاري وسایل وویشل.
په مزارشريف کې له شپږ مياشتني روزنيز کورس وروسته ځوانو کارګرانو ته د کاري وسايل ووېشل
8 حمل 1403 ساعت 9:49
د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یونیسف ادارې په همکارۍ له شپږ میاشتنۍ تخنیکي او مسلکي روزنیزې دورې وروسته ۲۰۵ تنکیو ځوانانو ته د ۳۰ زره افغانیو په ارزښت کاري وسایل وویشل.
آوا - مزار شریف : د بلخ ولایت ویاند عطاء الله زید په دغه ولایت کې د کارګرو ځوانانو لپاره د کاری وسایلو د ویش په اړه د آوا خبریال ته وویل: شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د بلخ ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست د يونيسف د دفتر په همکارۍ په سړکونو کې د کار کوونکو لپاره مسلکي او تخنيکي زده کړې پيل کړې او په دې پروګرام کې ٢٠٥ تنکي ځوانان تر پوښښ لاندې نيول شوي دي.
هغه څرګنده کړه، د هغو تنکيو ځوانانو لپاره چې په سړکونو کې کار کوي، شپږ مياشتنى مسلکي او تخنيکي روزنيز پروګرام کولاى شي هغوى د مهارتونو د ترلاسه کولو، نوښت او پرمختګ لامل شي.
نوموړي ومنله چې د دغه شپږ میاشتني روزنیز کورس په پای کې پر ګډونوالو کاري وسایل وویشل شول او دا ډول پروګرامونه د کارګر د ژوند د کیفیت په لوړولو کې مرسته کوي.
د يادونې وړ ده، چې په دې موده کې له ١٥ تر ١٨ کلنو ځوانانو ته د زده کړو پر مهال د معاشونو د ورکړې قانون هم نافذ شوى دى.
د مطلب کود: 287908