کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لاره بېرته پرانیستل شوه

6 حمل 1403 ساعت 9:54

د تورخم کمیسارۍ چارواکي وايي، دغه لار د پاکستان له لوري له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.


آوا - کابل: د تورخم کمېشنر ملا عبدالجبار حکمت وايي، د پاکستان له لوري د تورخم دروازه له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د ملي ټلویزیون په وینا ښاغلی حکمت زیاتوي، دا دروازه د پاکستاني ملیشو ترمنځ د داخلي جګړو له امله تړل شوې وه.

خبري سرچینو نن سهار خبر ورکړ چې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د سرحدي چارواکو او د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې تر منځ د داخلي شخړې له امله چې د دواړو ادارو ۱۳ تنه کارکونکي یې ټپیان کړي، تړلي دي.


د مطلب کود: 287791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287791/د-تورخم-لاره-بېرته-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com