کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیر یو کال کې څه دپاسه دوه زره او ۵۰۰ سیلانیانو د غزني ولایت له موزیم څخه لیدنه کړې ده

29 حوت 1402 ساعت 12:17

په غزني ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت له موزیم څخه د ۱۹۶ بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۲۷۱۲ کسانو لیدنه کړې.


آوا - کابل: د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې د روان کال له پیله تر دې دمه د ۱۹۶ بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۲۷۱۲ تنو د دغه ولایت له موزیم څخه لیدنه کړې ده.
 
چارواکي زیاتوي، چې اوسمهال د غزني په موزیم کې ۱۵۰ تاریخي اثار نندارې ته ایښودل شوي، چې د اسلامي دورې او له هغه مخکې تاریخ لري.
 
باید وویل شي، چې غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېر امکانات او تاریخي اثار لري.


د مطلب کود: 287622

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287622/په-تیر-یو-کال-کې-څه-دپاسه-دوه-زره-او-۵۰۰-سیلانیانو-د-غزني-ولایت-له-موزیم-څخه-لیدنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com