کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان خلکو ته ۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي ورکړي دي

18 جدی 1402 ساعت 12:53

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د دغه سازمان لارۍ په ټول افغانستان کې ۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي انتقال کړي څو تر ټولو زیانمنونکو خلکو ته ورسیږي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام دغه احصایه د ایکس پر یوه پوسته خپره کړه.

دغه بنسټ ویلي، چې له سختو لارو سره سره بیا هم زیانمنو خلکو ته د لاسرسي او خدمتونو د وړاندې کولو لاره لټوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دې مرستو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه دي ویلي چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې به څه ډول وویشل شي.

تېر کال هم دغه بنسټ په وار وار د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د بودیجې د کموالي خبره تکرار کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په راتلونکي ژمي کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستندویه بنسټونو اړتیاوې برابرې کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د خوړو نړيوال پروګرام د هېواد په شپږو ولايتونو کې له ١٢زره کورنيو سره نغدي او غيرې نغدي مرستې وېشلې دي.


د مطلب کود: 283733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283733/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-۲۰۲۳-کال-کې-افغانستان-خلکو-ته-۳۵۰-زره-ټنه-خوراکي-توکي-ورکړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com