کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې د بیت المقدس د نښان سره د جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې

9 جدی 1402 ساعت 14:36

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د بیت المقدس د نښان ترڅنګ یو جومات هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


آوا: د میدان وردګ سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه جومات چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې جوړ شوی، یو یتیم خانه هم لري.

د ځايي چارواکو په وينا، دغه جومات د سيداباد ولسوالۍ د ينګي تنې کلي د سوداګرو او خلکو په مالي مرسته جوړ شوى دى.

تر دې وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د بیت المقدس د نښان سره څو جوماتونه جوړ شوي وو.


د مطلب کود: 283128

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283128/په-میدان-وردګ-کې-د-بیت-المقدس-نښان-سره-جومات-جوړولو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com