کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کې ۲۰۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول

21 قوس 1402 ساعت 9:44

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د دې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو په تېره يوه مياشت کې ۲۰۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.


آوا - کابل: د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند ځلاند حقبیان ویلي چې د دې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو په تېره یوه میاشت کې ۲۰۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

هغه زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه ١١٧ تنه د غلا په تور، ١٤ تنه د اخلاقي فساد په تور د ٣١ تنو د وژنې او پاتې نور يې د جېب وهلو، غصب او برېښنايي جرايمو په تور نيول شوي دي.

حقبیان دغه راز زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه ١٧ موټرسايکلونه، يو موټر، اته موبايلونه، ٤٦٠٩٠٠ پاکستانۍ کلدارې، ٢٥٠٠ افغانۍ او اووه د سولر تختې هم ترلاسه شوي دي.


د مطلب کود: 282033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282033/په-هلمند-ولایت-کې-۲۰۴-تنه-د-بېلابېلو-جرمونو-تور-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com