کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په اوو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت په اړه د هوا پېژندنې ادارې خبرداری

20 قوس 1402 ساعت 10:01

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پروان، پنجشیر او سالنګونو کې د واورې او باران د احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې چارواکي د افغانستان په اوو ولایتونو کې د واورې او باران د احتمال خبر ورکوي.
 
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې تېره شپه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پروان، پنجشیر او سالنګو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.
 
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په داسې حال کې په دغو اوو ولایتونو کې د واورې د ورېدو احتمال اعلان کړی، چې د افغانستان ډېری ولایتونه وچکالۍ او د سیمې اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.


د مطلب کود: 281965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281965/د-هېواد-په-اوو-ولایتونو-کې-واورې-او-باران-اورښت-اړه-هوا-پېژندنې-ادارې-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com