کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه څه باندې ۶ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي

28 عقرب 1402 ساعت 16:15

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ویستلو په بهیر کې ۶۲۴۲ تنه هیواد ته راستانه شوي دي.


آوا – کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۲۸ مه د آوا خبریال ته وویل چې د تورخم له لارې ۶۲۴۲ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
 
ښاغلي متلب زیاته کړه، چې ټول راستانه شوي کډوال له نوم لیکنې وروسته د مرستې ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.
 
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې ټول راستانه شوي کډوال له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي. نوموړی له پاکستانه غواړي چې له افغان کډوالو سره د مهاجرت د نړیوالو اصولو له مخې چلند وکړي.
 
د ښاغلي متلب دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او نن یکشنبه (۲۸ عقرب) د پاکستان له پېښور ښار څخه د دغو کډوالو د نیولو او اخراج لړۍ هم پیل شوې ده.
 
له بلې خوا د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر خلکو او د بشري حقونو فعالانو په یوه لاریون کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو غوښتنه وکړه.
 
د مهاجرینو لپاره د عمل ګډې کمیټې (JAC) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روان کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له پاکستانه تر ۳۰۰ زره زیات کډوال شړل شوي او پاکستان د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
 
په ورته وخت کې اکثره راستانه شوي کسان له اسلامي امارت غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
 
باید وویل شي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د تورخم له لارې له ۲۰۰ زرو څخه د زیاتو کسانو په ګډون ۳۵ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.


د مطلب کود: 280687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280687/په-تېرو-۲۴-ساعتونو-کې-له-پاکستانه-څه-باندې-۶-زره-کسان-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com