کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښاروالۍ د ډالرو د ارزښت له کمېدو وروسته د نرخونو نوی نوملړ ترتیب کړ

11 سنبله 1402 ساعت 9:08

د هېواد په بازارونو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت له راټيټېدو سره، د کابل ښاروالۍ چارواکو په کابل ښار کې سوداګرو ته د خوراکي او نفتي توکو د ۱۵ قلمه نوي نرخ لېست ټاکلی دی.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښار د تېلو ټانکرانو ټولنه، د کابل د نفتو او مایع ګازو د سوداګرو اتحادیه، د دولتي تیلو او ګازو شرکت، د سوداګرۍ او پانګونې خونه او اړونده سوداګریزې اتحادیې نرخ لیست پر بنسټ د کابل ښاروالي د ۱۵ توکو نرخونه د تحلیل او ارزونې وروسته وټاکل.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ټول شرکتونه مکلف دي چې د نرخ لیست د پیرودونکو په مخ کې نصب کړي ځکه چې نوی نرخ لیست د تطبیق وړ دی.
 
کابل ښاروالۍ خبرداری ورکړی، چې د نرخونو د لیست په تطبیق کې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
 
د کابل ښاروالۍ دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت د پام وړ کم شوی دی.
 


د مطلب کود: 275969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275969/کابل-ښاروالۍ-د-ډالرو-ارزښت-له-کمېدو-وروسته-نرخونو-نوی-نوملړ-ترتیب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com