کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا ولایت ته د اختر په ورځو کې نږدې سل زره سیلانیان راغلي دي

13 سرطان 1402 ساعت 14:40

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د لوي اختر په درېيو ورځو کې شاوخوا سل زره سيلانيانو د دغه ولايت له منظرو څخه ليدنه کړې ده.


آوا - کابل: د لوی اختر درې ورځې په ټول هېواد کې په ډاډمنه فضا کې تېرې شوې او خلکو د بېلابېلو ولایتونو له منظرو او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه.
 
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازی حبیب الرحمن حمید وايي، چې د اختر په درېیو ورځو کې نږدې سل زره ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
 
حميد زياته کړه، چې د پکتيا ولايت د نورو ولسواليو تر څنګ د دغه ولايت "ځاځي اريوب" ولسوالۍ ته هم زياتې ليدنې وکړې.
 
په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي له چارواکو او سيلانيانو غوښتنه کوي چې د دغه ولايت د تفريحي ځايونو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې د دغه ولايت تفريحي ځايونه ويجاړ شي.
 
د اریوب ځاځي ولسوالۍ اوسېدونکی حلیم اشنا وايي، پخوا به دلته ډېر کم خلک راتلل، خو سږ کال د ډېر شمېر خلکو شاهد دی.
 
د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی کليم الله له سيلانيانو څخه غوښتنه کوي چې په تفريحي ځايونو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي.
 
بل خوا د دې ولسوالۍ يو شمېر هټيوال د لوى اختر په رارسېدو سره د خپل کاروبار له ښه کېدو خوښ دي او وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله يې کاروبار ښه شوى دى.
 
يو هټيوال ناصر وايي: "د تېر کال په پرتله دلته سوداګري ښه شوې ده، په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې او موږ له دې امله خوښ يو."
 
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د امنیت له امله ډېر خلک تفریح ​​ته ځي، په تېره بیا د رخصتیو او اختر په ورځو کې.
 


د مطلب کود: 272724

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272724/پکتیا-ولایت-ته-د-اختر-په-ورځو-کې-نږدې-سل-زره-سیلانیان-راغلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com