د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
په ننګرهار کې په دوو ترافيکي پېښو کې تر لسو زيات مړه او ټپيان شول
11 جوزا 1402 ساعت 10:09
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
آوا - کابل: د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه پېښې تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۱۱) د دغه ولایت په چپرهار او روداتو ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
ښاغلي زابلي وویل چې د ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د یوه «مازدا» لارۍ د چپه کېدو له امله ۶ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو.
څه موده وړاندې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د "سراچه" ډوله موټر له سړکه واوښت، چې له امله یې ۸ تنه مړه او ټپیان شول.
د موټر چلوونکو بې احتياطي او د هېواد د لويو لارو خرابوالى د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کېږي.
د مطلب کود: 271029