کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ امنیتي چارواکي: په مزارشریف ښار کې د داعش فعالیت صفر دی

2 جوزا 1402 ساعت 9:20

د بلخ د امنيې قوماندانۍ چارواکي په مزارشريف ښار کې د څلورو وسله والو غلو د نيولو خبر ورکوي او وايي چې په دغه ښار کې د داعش ترهګرې ډلې او نورو ډلو فعاليتونه صفر دي او د پوليسو ځواکونه د امنيت د تامينولو لپاره چمتو دي.


آوا - بلخ: د مزارشريف د پنځمې حوزې امر مولوي جمعه ګل حقمل پرون دوشنبه د جوزا په لومړۍ نېټه په دغه ښار کې د څلورو وسله والو غلو د نيولو د اعلانولو پر مهال رسنيو ته وويل په مزارشریف ښار کې د داعش ترهګرې ډلې او نورو ډلو فعالیت صفر دی.
 
هغه د وسله والو غلو د نيولو په اړه هم وويل: تېره شپه څلور تنه وسله وال غله د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې اړوند د شهيد سيد اسماعيل بلخي په کارته نو سيمه کې يو کور ته له دوه ميله کلاشينکوفونو او دوو توپکانو سره ننوتل او د ګواښونو په ترڅ کې د دغې کورنۍ څخه نغدې پيسې، سره زر او درې موبايلونه يې غلا کړي دي.
 
ده زياته کړه: دغه غله د پوليسو او کشفي ځواکونو په هلو ځلو په څه کم لسو ساعتو کې ونيول شول چې دقانون منګولو ته به وسپارل شي او د مزارشريف ښاريان دې ډاډمن شي چې پوليس د امنيت په تامينولو کې هوډمن دي او د جنایتکارانو پر وړاندې به مبارزه کوي او هیچاته به د دې اجازه ورنکړي چې د خلکو سوله او امنیت ګډوډ کړي.
 
د مزارشريف د پنځمې امنيتي حوزې د پوليسو قوماندان د آوا د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې په مزارشريف ښار کې داعش يا نورې ترهګرې ډلې فعاليت لري او که نه؟ هغه وویل: هیڅ ډله د پولیسو له ځواکونو سره د مقابلې توان نه لری او زه په جدی توګه ویلی شم چې د داعش او نورو دښمنانو د فعالیت کچه ​​صفر ده او موږ چمتو یو چې په ټول توان سره د هیوادوالو امنیت تامین کړو.
 
په همدې حال کې د مزارشریف ښار یو شمیر اوسیدونکي د اسلامي امارت د پولیسو له لوري د امنیت له تامین څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې د قانون په پلي کولو او له غلو سره په مبارزه کې د اسلامي امارت د عسکرو جدیت د پام وړ دی.
 


د مطلب کود: 270493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270493/د-بلخ-امنیتي-چارواکي-په-مزارشریف-ښار-کې-داعش-فعالیت-صفر-دی

آوا
  https://www.avapress.com