کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې د برشنا عواید ۴۱ سلنه لوړ شوي

15 حمل 1402 ساعت 11:47

د فاریاب ولایت د ځنګلونو ریاست چارواکي وايي، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې یې له ۴۲۴ میلیونه افغانیو ډېر عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د برښنا ریاست سوداګریز مرستیال محب الله فایق آوا ته وویل، چې دغې ادارې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۴۲۴ میلیونه ۵۶۸ زره ۱۰۳ افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د ١٤٠١ لمريز کال عايد د ١٤٠٠ لمريز کال په پرتله ٤١ سلنه زياتوالى ښيي.
 
فايق زياته کړه چې دغه عوايد په شفاف ډول د بريښنا د فيسونو په راټولولو او غوښتونکو ته د ميټرو په ويش سره ترلاسه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې کلونه وړاندې د برېښنا د لګښتونو راټولول د هېواد په کچه یوه ستونزه وه او ډېری زورواکي یې نه غوښتل، چې پیسې ورکړي. خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا ستونزه تر ډېره حده حل شوې ده.
 


د مطلب کود: 267904

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267904/فاریاب-کې-د-برشنا-عواید-۴۱-سلنه-لوړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com