کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه ولایت د ښاروالۍ په عوایدو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

1 حمل 1402 ساعت 11:49

د فراه ښاروالۍ رياست مسوولين وايي، چې په ١٤٠١ کال کې د دې رياست عوايد د تېر کال په پرتله ٥٠ سلنه زيات شوي دي.


آوا - هرات: د فراه ولایت ښاروال محمد ولي ادریس وايي چې د دغه ریاست عواید د تیر کال په پرتله پنځوس سلنه زیات شوي دي.
 
ده زیاته کړه: تیر کال (۱۴۰۱) له بېلابېلو سرچینو څخه څه باندې ۹۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
 
ښاغلي ادریس همداراز څرګنده کړه: په کال ۱۴۰۰ په دغه ریاست کې شاوخوا (۵۷) میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو.
 
ده دغه راز زياته کړه: د دغه رياست د عوايدو په زياتوالي سره د دغه رياست د ښاري خدمتونو او فعاليتونو اندازه هم زياته شوې ده.
 
فراه ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له اقتصادي ولايتونو څخه دى او دولت په دې ولايت کې له بېلابېلو سرچينو څخه اقتصادي عايد لري.
 
په ورته وخت کې د دغه ولایت مستوفیت هم د دغه ولایت په عوایدو کې د ۲۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.


د مطلب کود: 267219

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267219/د-فراه-ولایت-ښاروالۍ-په-عوایدو-کې-۵۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com