کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو ازاد شوي ۱۴۷ بندیان هېواد ته راستانه شول

16 حوت 1401 ساعت 10:27

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي ۱۴۷ افغانان د سه شنبې په شپه د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پرون دوشنبه د حوت په ۱۵مه په خپل ټوېټر لیکلي چې د پاکستان له زندانونو ازاد شوي ۱۴۷ افغانان د سه شنبې په شپه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
 
په سپين بولدک کې دکندهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دسرحدي پوليسو دسرحدي قوماندان په وينا په خوشي شويو کسانو کې ماشومان ، ښځې او د يو بندي جسد شامل دي.
 
د سرچينې په وينا، يو شمېر خوشي شوي کسان چې په بېلابېلو ناروغيو اخته وو، د کندهار ميرويس روغتون ته او نور يې د IOM د دفتر په همکارۍ خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
 
باید وویل شي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د هڅو او د کډوالو چارو وزارت د پاملرنې په پایله کې تر اوسه څه باندې زر تنه افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې او هېواد ته لېږدول شوي دي.


د مطلب کود: 266573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266573/د-پاکستان-له-زندانونو-ازاد-شوي-۱۴۷-بندیان-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com