په غور ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) غواړي د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه پروژه تمویل کړي. ویل کېږي چې پر دې پروژې ۶،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
یونیسف په غور کې د اوبو رسولو شبکه جوړوي
7 عقرب 1401 ساعت 10:02
په غور ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) غواړي د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه پروژه تمویل کړي. ویل کېږي چې پر دې پروژې ۶،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
آوا: د دغې پروژې په پلي کیدو سره به د مرغاب ولسوالۍ د «سیاب» کلي یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په جوړیدو سره به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري. د دې کلي اوسېدونکي پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.
باختر آژانس خبر ورکړ چې د اوبو رسولو د دغې شبکې لګښت د يونيسف د ادارې له خوا ورکول کيږي او د بريښنا د ويژن موسسه ده.
په غور ولایت کې د اسلامي امارت د رسنیو دفتر هم د فیروزکوه ښار په شاوخوا کلیو کې د اوبو لګولو د کانالونو د ساتنې او مراقبت او د استنادي دیوالونو د جوړولو د څلورو پروژو د پیل خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پروژې به د فیروزکوه ښار د تورګي، بادګاه، پُزلیچ او سیاه سنګ په کلیو کې پلي شي او څلور زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د مطلب کود: 260256