کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د میسوري ایالت په یوه ښوونځي کې وسله وال برید شوی

3 عقرب 1401 ساعت 13:29

د امریکا د میسوري ایالت په یوه ښوونځي کې د وسله والو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.


آوا: د پولیسو چارواکو اعلان کړی چې د دوشنبې په سهار د میسوری ایالت په سینټ لوئیس ښوونځی کې د ډزو له امله د یوه وسله وال په ګډون درې تنه وژل شوی او اوه تنه ټپیان شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
 
د سینټ لوئس ښوونځي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي: برید کوونکی چې شل کلن و، د پولیسو له افسرانو سره تر وسله والې نښتې وروسته وژل شوی دی.
 
تر اوسه د وسله والو او په ښوونځي کې د وژل شویو دوو تنو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو د پولیسو چارواکو ویلي، چې په وژل شویو کې یوه ښځه او بله یوه تنکیه نجلۍ وه، چې دواړه په ډزو وژل شوي دي.
 
دا په روان کال کې د امریکا په ښوونځیو کې د ډزو یوه وروستۍ پېښه ده چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
 
د روان کال په مې میاشت کې په امریکا کې پر ښوونځي تر ټولو خونړی برید وشو. په دې ډزو کې یوه سړي په ټکساس کې نولس زده کوونکي او دوه ښوونکي ووژل.


د مطلب کود: 260119

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260119/د-امریکا-میسوري-ایالت-په-یوه-ښوونځي-کې-وسله-وال-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com