د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست د نوي رئیس په توګه مولوي عبدالکریم حسیب وټاکه.
مولوي عبدالکریم حسیب د پاسپورت ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو
25 میزان 1401 ساعت 11:57
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست د نوي رئیس په توګه مولوي عبدالکریم حسیب وټاکه.
آوا: نوموړی دریم کس دی چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په دې مقام ټاکل کیږي.
تر دې وړاندې مولوي عبدالحکيم حمدي د پاسپورت رياست مشر و.
د دې ادارې لومړی مشر عالمګل حقاني و، چې د اسلامي امارت په لومړیو ورځو کې وټاکل شو.
حقاني وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې د هغه د ورور د تسلیت ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.
د پاسپورټ دفتر نوی مشر په داسې حال کې ټاکل شوی، چې اوسمهال دغه دفتر تړل شوی او لامل یې د تجهیزاتو ترمیم او تبادله ده.
د اسلامي امارت په حکومت کې دا دوهم ځل دی چې د پاسپورټ دفتر تړل کیږي.
اتباع تل انتقاد کوي او وايي چې شپږ میاشتې وړاندې یې انلاین نوم لیکنه کړې وه او ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په پنځلسمه نېټه یې اسناد وارزول شي، خو د تقرر پړاو تر ۱۵ میاشتو پورې وځنډېد. اوس مهال څرګنده نه ده چې د پاسپورټ دفتر به کله فعال شي او د غوښتونکو نوبت به کله ټاکل کیږي.
د ښاریانو په وینا د پاسپورټونو د وېش بهیر له پراخ فساد سره مخ دی. ویل کیږي چې په تور بازار کې د پاسپورت د پوښ بیه سلګونه او زرګونه ډالره ده.
د مطلب کود: 259816