کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: په افغانستان کې زلزله او سیلاب ځپلي عاجلو مرستو ته اړتیا لري

15 میزان 1401 ساعت 13:38

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د روان کال د جون په میاشت کې د سېلابونو او زلزلې له امله زرګونه کسان چې کورونه یې ویجاړ شوي، لا هم په خیمو کې ژوند کوي.


آوا - کابل: د اوچا ادارې په یوه ټویټ کې ویلی چې په افغانستان کې د زلزلې او سیلابونو زرګونه قربانیان د خپلو کورونو د ترمیم لپاره مرستو ته اړتیا لری.

 
د اوچا په وينا، په راتلوونکي ژمي کې بايد دغه کورنۍ تر يوه چت لاندې ژوند وکړي.
 
په افغانستان کې سږ کال د سېلابونو او زلزلو له امله یوازې په پکتیکا او خوست کې زرګونه کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.


د مطلب کود: 259448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259448/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-کې-زلزله-او-سیلاب-ځپلي-عاجلو-مرستو-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com