کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنعت او سوداګرۍ وزیر:

د افغانستان امنیت د سیمې او نړۍ پر امنیت اغېز لري/ د افغانستان شتمنۍ باید آزادې شي

23 سنبله 1401 ساعت 15:56

د شانګهای غونډې په څنډه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ د ټینګار تر څنګ وویل، د دغه هېواد امنیت د سیمې او نړۍ په امنیت کې اغېزمن دی او د دغه هېواد د امنیت د ټینګښت غوښتنه یې وکړه. د افغانیو منجمد پیسو خوشې کول.


آوا: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د شانګهای سازمان غونډې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د دغه سازمان پر ټولو غړو هیوادونو غږ کوو چې په افغانستان کې له بې وزلۍ سره په مبارزه کې همکاری وکړی. .
 
هغه زیاته کړه، موږ غواړو له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړو او نړۍ باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر وویل، د افغانستان امنیت د سیمې او نړۍ پر امنیت اغیز لري، نو امریکا باید د افغانستان شتمنۍ وباسي.
 
تر دې مخکې د ازبکستان ولسمشر او د شانګهای د همکاریو سازمان موقت مشر "شوکت میرزایف" په سمرقند کې د دغه سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې ویلي وو، چې افغانستان د شانګهای د همکاریو د سازمان یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
 
ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشرانو غونډه د «په یوه متقابله نړۍ کې د خبرو اترو او همکارۍ» تر شعار لاندې د همدې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د سنبلي ۲۴ او ۲۵) د ازبکستان په کوربه توب په سمرقند کې جوړه شي او د دغه سازمان مشران به په کې ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 258627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258627/د-افغانستان-امنیت-سیمې-او-نړۍ-پر-اغېز-لري-شتمنۍ-باید-آزادې-شي

آوا
  https://www.avapress.com