کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف به په نیمروز کې د اوبو د پاکولو سیستم جوړ کړي

23 سنبله 1401 ساعت 9:24

د نیمروز ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، یونیسف پلان لري چې په دغه ولایت کې د اوبو د پاکولو یو سیستم جوړ کړي. د دوی په وینا پر دې پروژې څه باندې دوه میلیونه او سل زره افغانۍ لګښت راځي.


آوا: سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلی چې د اوبو د پاکولو د دغه سیستم چارې د سنبلې په ۲۲مه پیل شوې.
 
دا پروژه د یونیسف لخوا تمویل کیږي او د HRDA لخوا پلي کیږي.
 
ټاکل شوې د دغې پروژې کار د دریو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د دې پروژې په بشپړیدو سره به د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې ۱۲ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
 
یونیسف په دې ولایت کې د ښاریانو لپاره د صحي اوبو د پاکولو نورې پروژې جوړوي.
 


د مطلب کود: 258586

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258586/یونیسف-په-نیمروز-کې-د-اوبو-پاکولو-سیستم-جوړ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com