کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سوداګریز تړون/ د افغانستان د مالونو به د ازبکستان، قرغزستان او چین له لارې ترانزیت شي

20 سنبله 1401 ساعت 12:14

د اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له چین او د ازبکستان او قرغزستان له هېوادونو سره د لاسلیک شوي هوکړې پر بنسټ، د افغانستان صادراتي او وارداتي مالونه د اورګاډي له لارې د دغو هېوادونو ته به ولېږدول شي.


آوا: د اسلامي امارت د ریل پټلۍ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین، ازبکستان او قرغزستان د ریل پټلۍ له څانګو سره یې د ګډ اقتصادي دهلیز د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.
 
د دغه رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغه هوکړه ليک په پلي کېدو سره به عوايد زيات او د وارداتي توکو بيې به راټيټې شي او هم به په افغانستان کې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
باختر دولتي خبري آژانس هم خبر ورکړ چې دغه موافقه ليک د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې لاسليک شو.
 
د دغه خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه تړون له عملي کېدو وروسته به هغه سوداګريز توکي چې له چين څخه افغانستان ته په دوو مياشتو کې راتلل، د دوو اونيو لپاره به راټيټ شي.
 
سره له دې چې افغانستان د اورګاډي پټلۍ نه لري، خو د ترکمنستان، ازبکستان او ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو د اورګاډي له شبکې سره محدود دی.
 


د مطلب کود: 258448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258448/سوداګریز-تړون-د-افغانستان-مالونو-ازبکستان-قرغزستان-او-چین-له-لارې-ترانزیت-شي

آوا
  https://www.avapress.com