کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبید الرحمن نظامي په افغانستان کې د پاکستان د نوي سفیر په توګه معرفي شو

5 سنبله 1401 ساعت 14:48

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې سره؛ په دغه وزارت کې د اروپايي ټولنې عمومي رئیس عبیدالرحمن نظامي په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.


آوا: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا د څانګې مشر عبیدالرحمن نظامي د شنبې په ورځ (سنبله ۵) د منصور احمد خان پر ځای دندې ته معرفي شو.
 
نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د عمومي رییس او په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
 
منصور احمد خان تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفیر و.
 
په افغانستان کې به د خان دنده په دریو ورځو کې پای ته ورسیږي.
 
ټاکل شوې چې نظامي د اګست میاشتې تر پایه د منصور احمد خان د ماموریت له بشپړېدو وروسته په کابل کې د پاکستان په سفارت کې کار پیل کړي.
 


د مطلب کود: 257692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257692/عبید-الرحمن-نظامي-په-افغانستان-کې-د-پاکستان-نوي-سفیر-توګه-معرفي-شو

آوا
  https://www.avapress.com