کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تاشکند غونډه د اسلامي امارت د پلاوي په شتون سره پیل شوه

4 اسد 1401 ساعت 13:19

د افغانستان د مسئلې په اړه د تاشکند دوه ورځنۍ نړیواله غونډه نن سهار (د اسد ۴مه) د ازبکستان په پلازمېنه کې پیل شوه. په دې غونډه کې د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سربېره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان مطفي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی هم ګډون لري.


آوا: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د مولوي امیرخان موتګي په مشرۍ د دغې ډلې پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړ.
 
ټاکل شوې وه چې دا غونډه پرون او نن جوړه شي.
 
ویل شوي، چې په دې غونډه کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري.
 
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د تاشکند د غونډې موخه د نړیوالې ټولنې د تګلارو په اړه د اقداماتو او وړاندیزونو نیول او په افغانستان کې د ثبات، امنیت او له جګړې وروسته بیارغونې ته وده ورکول دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متغی هم وايي، تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر اقتصادي مسایلو هم خبرې وشي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تاشکند په غونډه کې به د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس ویسټ هم ګډون وکړي.
 
دغه وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغان ولس سره د امریکا پر «نه ملاتړ» ټینګار وکړي او له اسلامي امارت به وغواړي، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
 


د مطلب کود: 256173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256173/د-تاشکند-غونډه-اسلامي-امارت-پلاوي-په-شتون-سره-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com