کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې موټربم چاودنې او بريد ۸ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله واړوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1399 ساعت 9:43

د پکتیا ولايتي چارواکي وايي، نن سهار د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو پر کنډک موټربم چاودنې او وروسته ډله‌ييز بريد کې درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.


د پکتیا والي حليم فدايي رسنيو ته په استولي پيغام کې ويلي، دغه بريد نن سهار درې نيمې بجې ترسره شو. د نوموړي په خبره، لومړی د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو پر کنډک موټربم بريد ترسره شو او وروسته دوه ځانمرګي بريدګر د عامه پوليسو د ساتنې کنډک ودانۍ ته دننه شول.
د نوموړي په خبره، دواړه بريدګر د پوليسو له لوري ووژل شول.
فدايي وايي، په دغه بريد کې د عامه ملکيتونو د ساتنې پوليسو د کنډک درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو د دغه بريد مسوولیت منلی دی.


د مطلب کود: 217912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217912/پکتیا-کې-موټربم-چاودنې-او-بريد-۸-سرتېرو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com