کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان بانک د امنیتي کمرو بندېدل تائید کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 اسد 1399 ساعت 14:22

د افغانستان بانک په رسمۍ توګه منلې چې د دغه بانک یو شمېر امنیتي کمرې د تخنیکي ستونزې له کبله خاموشې شوې دي.


د افغانستان بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه د مازیګر ۵:۴۰ دقیقو د تخنیکي ستونزې له امله یو شمېر امنیتي کمرې بندې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په همدې ورځ د ماښام په ۷:۱۰ دقیقو د بانک له سرپرست رئیس اجمل احمدي سره یاده ستونزه شریکه شوې او د ماخستن په اته بجې یې په همدې تړاو بېړنۍ ناسته کړې.
د خبرپاڼې په خبره، د امنیتي کمرو د بندېدو لامل یوه تخنیکي ستونزه او د تخنیکي کارکوونکو غفلت بللی او دغه راز یې په دې بانک کې د څلورو ساعتونو لپاره د برېښنا قطع کېدل رد کړي.
خبرپاڼه دغه راز لیکي، د کمرو بندېدو له کبله د بانک شتمني ته هیڅ کوم زیان نه دی اوښتی او په دې اړه ټول خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په هیواد دننه یوې رسنۍ راپور خپور کړی و چې په افغانستان بانک کې د څلورو ساعتونو لپاره برېښنا قطع شوې او امنیتي کمرې بندې شوې دي.
ویل کېږي چې د بن له کانفرانس وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان بانک برېښنا قطع کېږي او امنیتي کمرې بندېږي.


د مطلب کود: 215610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215610/د-افغانستان-بانک-امنیتي-کمرو-بندېدل-تائید-کړل

آوا
  https://www.avapress.com