په سمنګان کې دسکرو د یوه کان د نړېدو له کبله ۷ تنه مړه شوي دي.
سمنګان کې د سکرو د یوه کان د نړېدو له کبله ۷ تنه مړه شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1399 ساعت 15:35
په سمنګان کې دسکرو د یوه کان د نړېدو له کبله ۷ تنه مړه شوي دي.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي نن چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې د کان ۱۱ کارګر لا هم هلته بند دي.
عزیزي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورنې کارکوونکو د شپې کار کاوه او دی فکر نهکوي چې نور څوک به هلته ژوندي پاتې شوي وي ځکه کان له زهرجن ګازه ډک دی.
په سمنګان کې د سکرو په کان کې مخکې هم داسې پېښې شوې دي. تېر کال په ورته پېښه کې د یوه کان ۶ کارګر په سمنګان کې مړه شوي وو.
د مطلب کود: 211781