کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې لسګونه هوټلونه، رستورانتونه او نور تفرېح‌ځایونه بند شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جوزا 1399 ساعت 8:54

په هرات کې چارواکو لسګونه هوټلونه، سالونونه، رستورانتونه، د اوبو ‌ډنډونه او نور تفرېح‌ځایونه د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي په مقصد بند کړي دي.



د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد  ته وویل چې دا ځایونه په هرات ښار کې د قرنطین له اصولو د سرغړونې په خاطر بند شوي دي.
ښاغلی فرهاد زیاتوي: "لسګونه تالارونه، هوټلونه، رستورانتونه او تفرېح‌ځایونه چې په هرات ښار کې یې فعالیت پیل کړی و، د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي او د ښاریانو د روغتیايي خوندیتوب په خاطر بند او لاک او مهر شول."
په هرات کې د کرونا پر ضد د مبارزې ولایتي کمېټې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ټول عمومي مکانونه باید بند شي.
د والي ویاند ښاغلي فرهاد یو ځل بیا د هرات پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د مسؤلو چارواکو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي
 


د مطلب کود: 211459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211459/هرات-کې-لسګونه-هوټلونه-رستورانتونه-او-نور-تفرېح-ځایونه-بند-شول

آوا
  https://www.avapress.com