کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غنی په پاکستان کې: د دواړو هیوادونو اړېکې باید د متقابل احترام په اساس وی

6 سرطان 1398 ساعت 13:39

ولسمشر غنی د پاکستان خارجه وزیر سره په لیدنه کې ویلی دی چی د دواړو هیوادونو مناسبات او اړیکې باید د متقابل احترام او دولت د دولت سره په اساس وی.



ارګ په خبرپاڼه کې وایی چی ښاغلی غنی، پنجشنبه سهار (۶ سرطان) په اسلام آباد کې د شاه محمود قریشی، پاکستان خارجه وزیر سره لیدنه کړی دی.
ولسمشر په دی لیدنه کې ویلی دی: هیله ده چی دا سفر د افغانستان او پاکستان ملتونو لپاره مثبت پایلی ولری او همدارنګه پاکستان د سیمه ایز اتصال او همکاری په برخه کې مثبت رول ولوبوی.
د پاکستان خارجه وزیر د ښاغلی غنی دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد فضا رامنځته کولو او همکاریو پراختیا لپاره اغیزمند وبلل.
ولسمشر غنی، د یو دولتی لوړپوړۍ هیات په راس کې د عمران خان پاکستان صدراعظم په دعوت هغه هیواد ته سفر کړی دی.
ارګ ویلی دی چی ښاغلی غنی او عمران خان امنیتی، سولې، سیمه ایز اتصال، تجارت، ترانزیت او افغانستان کې سرمایه ګذاری مسایلو باندی به خبری وکړی.
 


د مطلب کود: 187429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187429/غنی-په-پاکستان-کې-د-دواړو-هیوادونو-اړېکې-باید-متقابل-احترام-اساس-وی

آوا
  https://www.avapress.com