د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل چې، سلام مخابراتي شرکت د انټرنېټي کڅوړو بیه را ټیټه کړې ده او په وینا یې د یوې جي بي انټرنېټي کڅوړې بیه (۴۹) افغانۍ شوې.
د مخابراتو وزیر: سلام مخابراتي شرکت د انټرنیټي کڅوړو بیې را ټیتې کړې، د یو جي بي بیه (۴۹) افغانۍ شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 حمل 1398 ساعت 16:40
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل چې، سلام مخابراتي شرکت د انټرنېټي کڅوړو بیه را ټیټه کړې ده او په وینا یې د یوې جي بي انټرنېټي کڅوړې بیه (۴۹) افغانۍ شوې.
دا په داسې حال کې دي چې، پدې وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو د کڅوړو د لوړو بیو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پراخه شکایتونه وشول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي وویل چې، له مخابراتي کمپنیو څخه هیله کیږي چې د انټرنیټي کڅوړو بیې راټیټې کړي او زیاته یې کړه چې، وزارت یې چمتو دی چې د خپل مخابراتي شرکت «سلام» د انټرنیټي کڅوړو بیې (۴۰) سلنه را ټیټې کړي.
د جعلي او غیرقانوني سیمکارتونو د خرڅلاو په اړه نوموړي وویل، له هغه راهیسې چې د جعلي او غیر قانوني سیمکارتونو د بندولو کمپاین پیل شوی؛ ۲۴۹۷۹ سیمکارتونه ضبط شوی دي.
د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر دا هم وویل چې، ته راتلونکو درېیو کلونو پورې به ټول مکتبونه د انټرنېت سره وصل کړو.
د مطلب کود: 183275