کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې هوایی بریدونو له امله ۲۲ تنه طالب قوماندانان وژل شوي

27 دلو 1397 ساعت 21:22

په ارزګان کې امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو وروستي هوايي بریدونه چې پکې ۲۲ طالب قوماندانان ووژل شول، د افغان ځواکونو له پرمختګ سره مرسته کوي.



تېره شپه مرکز ترینکوټ کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو یوه پټه غونډه چې تر ډېره پکې مهم طالب قوماندانان را غونډ وو، بمبار کړې چې د مشهور طالب قوماندان حمدالله چې په ملا مطمئن مشهور و، د خپلو ۲۱ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 179804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179804/ارزګان-کې-هوایی-بریدونو-له-امله-۲۲-تنه-طالب-قوماندانان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com