کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرامپ: د سولې تړون رامنځته کیدو په صورت کې به امریکایی پوځیان د افغانستان څخه وباسو

13 دلو 1397 ساعت 14:10

د امریکا متحد ه ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي، دافغان حکومت او طالب لوري ترمنځ د سولې موافقې ته د رسیدو په صورت کې به امریکایي پوځیان له افغانستان څخه وباسي.



جمهور رئیس ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ ه د سلواغې په ۱۱مه  رسنیو ته ویلې، د افغان سولې په تړاو له ۱۸ ځله  پرله پسې مذاکرو وروسته د سولې اړوند جدي خبرې یې پیل کړې ، او دا پروسه به دوام  ولري .
نوموړي زیاته کړې، دسولې په هکله مو خبرې روانې دي ، موا فقې ته د رسیدو په صورت کې به امریکایي نظامیان خپلو کورونوته را ستانه شي .
 دا په داسې حال کې ده چې، د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د سولې په تړاو مذاکرات دوام لري .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر پاڼه ویلي: دافغان سولې په اړه مو وروستۍ ناسته ترنورو ناستو ګټوره، وه .
خلیلزاد زیاته کړې، که څه هم ځینې مسایل شته ، چې راتلونکي پړاو مذاکراتو کې  به تربحث لاندې ونیول شې کوم چې د فیبرورۍ په ۲۵ مه، د امریکايي ، او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې پیل کیږي .
 


د مطلب کود: 178994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178994/ټرامپ-د-سولې-تړون-رامنځته-کیدو-په-صورت-کې-امریکایی-پوځیان-افغانستان-څخه-وباسو

آوا
  https://www.avapress.com