کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د طالبانو دوو ډلو ترمنخ نښته، ۳۰ تنه وژل شوی او ټپیان شوی

3 دلو 1397 ساعت 14:21

هرات سیمه ایز چارواکې د هیواد په لویدیځ کې وایی چی سخت نښته د طالبانو دوو ډلو ترمنځ د شیندند په ولسوالی کې ترسره شوی او په ترڅ کې یی ۳۰ تنه د هغوی څخه ژوبل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند وایی چی دا نښته د څو ساعتونو لپاره د شیندند ولسولای جات لنګرو اورایین په کلۍ کې ادامه درلود.
د جیلانی فرهاد په وینا، په دی نښته کې ۱۱ تنه د ملاهبت الله کسان د طالبانو قوماندانانو څخه وژل شوی او لس تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه چی همدارنګه په دی نښته کې دری تنه د ملا ننګیالی کسانو څخه وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوی دی.
ویل کیږی چی ددی نښتو په جریان کې یو هاموی تانک هم له منځه تللی دی.
د هرات ولایت شیندند ولسوالی ددی ولایت ناامنو ولسوالیو څخه دی چی طالبان په کې پراخ حضور لری.
تراوسه طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 178408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178408/په-هرات-کې-د-طالبانو-دوو-ډلو-ترمنخ-نښته-۳۰-تنه-وژل-شوی-او-ټپیان

آوا
  https://www.avapress.com