د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۵۰ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول.
هلمند کې د پولیسو له خوا ۲۸۵۰ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جدی 1397 ساعت 16:10
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۵۰ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول.
یاد مخدره توکي په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او په تړاو یې څلور تنه له دوه میله وسلو سره نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو غوښتل مخدره توکي له سنګین ولسوالۍ څخه بهرامچې ته ولېږدوي.
د مطلب کود: 177138